په هیڅ صورت عامي لاري او سړکونه څوک نسي لاندي کولای.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال حاجي رحمت الله چي نن یې د پنځمي ناحیې اړوند حاجي عزیز کلي کي د خپل سره خټو کنترول کوۍ او هغه لاري یې خلاصولې کوم چي پر عامو سړکانو باندي غضب سوی وو وایي د ښار په ټولو برخوکښي ددوی کمپاینونه جریان لري او هیچاته ددې اجازه نه ورکوي چی څوک دي غصب وکړي او عمومي لاري دي بندي کړي،همدا ډول د کندهار ښاروالۍ مرستیال حاجی رحمت الله تر دې وړاندي په نهمه او دولسمه ناحیه کي او د ښار په اړوندو برخوکښي د خپل سري خټو دکنترول په منظور ساحو ته کللی او له نژدې یې هر څه مشاهده کړي دي .
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |