قصابانو ته د کندهار ښاروالۍ له لوري خبرتيا!

zroohi_admin
خبرتيآ

۱ . کندهار ښاروالۍ ټولو د ښار قصابانو ته خبر ورکوي چي د بندي ورځ عملي کړي او بايد دوکان ئې په مطلق ډول د بندي په ورځ بند کړي.

۲ . د حيواناتو حلال کېده بايد د ښاروالۍ مسلخ په دا خل کي تر سره سي، د شخصي مسلخونه چي په خپلو دوکانو کي موجود کړي دي د حيواناتو د حلال کېدو څخه ډډه وکړي.

۳ . ټولي هغه غوښي چي حلال سوي وي بايد د مسلخ او زراعت ډاکټر رسمي ټاپه ولري به غير د ټاپې سوي غوښو زموږ قابل د صحت ندي.

د سرغړوني په صورت کښي قانوني چلند ورسره کيږي دوکان ئې قلف کيږي بيا حق د شکايت نلري.

د رنو ښاريانو!

که چيري تاسو داسي څوک ووينئ چي د پورته شرايطو څخه سرغړونه کوي بايد زموږ سره پرلاندي شمېره تماس ونيسئ

۰۷۰۳۵۰۰۹۲۵