د کنذهار ښاروالۍ د دواطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي خپل ملکیت چي د (۴) ناحیې اړوند د زاړه ګمرک په ساحه کي (C) بلاک د یوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ له لاري، د شرطپاني مطابق په اجاره ورکوي.
ټول هغه اشخاص چي په شرایطو برابر وي او غواړي په داوطلبۍ کي ګډون وکړي، کولای سي خپل غوښتنلیکونه د (۱۴۰۳) کال د حوت میاشتي له (۱۲) نېټې څخه د (۱۴۰۴) کال دحمل میاشتي تر (۵) نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او بعداً شرطپاڼه او د افر فورمې د مسؤل کس څخه ترلاسه کړي، داجارې د سرجمع څخه شل فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي.
د داوطلبۍ مجلس به د (۱۴۰۴) کال د حمل میاشتي پر (۶) نېټه ،چي د روژې مبارکي میاشتي له (۲۵) ورځي سره سمون خوري، د سې شنبې په ورځ د سهار پر (۱۰) بجې د ټاکل سوي هیئت په حضور کي، د دتدارکاتو او قراردادونو آمریت کي ترسره سي.