د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

web_admin
اعلان داوطلبي

Publish Date

Closing Date

کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت دحضرت جي بابا اول شمالي مارکېټ د وسایطو پارکینګ د یو کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري د شرطپاڼي مطابق په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي د شرطپاڼي له شرایطو سره برابر وي او غواړي په داوطلبۍ کي ګډون وکړي، کولای سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۳ کال دحوت میاشتي له ۱۵ نېټې څخه د همدې میاشتي تر ۲۹ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. وروسته دي د یاد پارکینګ شرطپاڼه او د افر فورمې له مسؤل کس څخه ترلاسه کړي.

د اجارې له سرجمع څخه ۲۰ فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس د روان کال د حوت میاشتي پر ۳۰ نېټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د ټاکل سوي هیئت په حضور کي د دتدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره کیږي.

More tenders

Wed, Feb 05 2020 9:59 AM
Background image

داوطلبي

د ولسی تړون پروګرام د کندهار ښار د 9 ناحیي د7 ګذر (چنار) (۵ شوراګانو) انکشافی شورا غواړی چی د لوي ویالې د عیدګاه د حوض په نامه مشهوره ساحه کی د پروژي جوړنې ساختمانی چاری یو ساختمانی . . .

Back to tenders

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!