کندهار ښاروالۍ د ترافیکي نظم د کنترول،پاملرني او د ښاریانو د ښاري سهولت رامنځته کولو په مورد د ډیرو نوښتونو کار اخلي!

په دې برخه کښي مهمي اساسي او بنسټیزي پروژې عملي کوي،چي د ښار د ښکلا،نما او ښایست لپاره یوه هم د علامه حبیبي واټ په مسیر کښي د موجوده ګلدان د معیاري کولو،او ښایسته ساتني پروژه ده چي د بشپړیدو سره به یې سم د ښار ښکلا او نما هم زیاته سوې وي.

و زموږ ګران ښاریان به روحي سکون او فکري ارامتیا واخلي،ددې پروژې چاري داسحاق فیروز ساختماني ګروف لخوا مخته وړل کیږي.