کندهارښاروال حسن حاجي صاحب :ـ ملا امامان زموږ سر اوسترګي دي موږ به تل د خپلو معززه ملا امامانو مشورو او خبرو ته غوږ نیسو.

Anonymous (not verified)
Thu, Nov 18 2021 10:47 AM
کندهارښاروال حسن حاجي صاحب :ـ ملا امامان زموږ سر اوسترګي دي موږ به تل د خپلو معززه ملا امامانو مشورو او خبرو ته غوږ نیسو.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب پر داسي مهال چي د ښاروالۍ سکټوري او مسلکي رئیس ،د عوادو،محاسیبې مالي او اداري چارو رئیس او دښاري حکومتولۍ رئیس یې ملتیا کول د ښار د علماو او ملا امامانو سره وکتل.

کندهار ښاروال د غونډي لومړی ویناوال وو هغه وویل کندهارښآروالۍ مقام به تل د ښار د ملاامامانو سره مشورې کوي،خبرو ته به یې غوږ نیسي او په ټولو تصامیموکښي به یې نظر اخلي کندهار ښآروال حسن حاجي صاحب وویل ملا امامان زموږ رهبران او سر اوسترګي دي موږ به تل د خپلو معززو ملا امامانو سره په ګډه مشورې کوو ترڅو نور هم دښآروالۍ په چارو کښي بهبود راغلی وي کندهار ښاروال د ملاامامانو څخه وغوښتل چي دشفافیت او په اړوندو ناحیو کي دکارونو د ښه ترسره کولو په منظور ټولشموله مشورې ورکړي،وروسته د کندهارښاروالۍ د مسلکي اوتخنیکي رئیس او دعوایدو او محاسیبې رئیس لخوا د کندهار ښآروالۍ د وروستیو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړه او په مکمل ډول یې معلومات د غونډي د ګډونوالو سره شریک کړه وروسته د کندهارښآرد اړوندو ناحیو څخه راغلو ملا امامانو خبري وکړې او داسلام دمبارک او سپيڅلي دین په رڼاکښي یې داحادیثو په اساس د ښار او ښاروالۍ ترمنځ دښآریانو پر کړو وړو خبري وکړې ملاامامانو وویل د اسلام مبارک دین موږ ته د پآکوالي توصیه کوي نو ښاریان باید د ښار په پآکوالي اوسرسبزۍ کښي احساس د مسؤلیت درک کړي.

همدا ډول دمجلس په وروستیو کښي د مجلس ګډونوالو یو وبل ته د پوره همکاري ډاډ ورکړ ترڅو په ګډه سره هم عامه پوهاوی زیات سوی وي او هم دښاروالۍ په چاروکښي لا شفافیت رامنځته سوی وي ،غونډه غرمه مهال ددوعاپه ویلو سره ختمه سوه

کندهارښاروال حسن حاجي صاحب :ـ ملا امامان زموږ سر اوسترګي دي موږ به تل د خپلو معززه ملا امامانو مشورو او خبرو ته غوږ نیسو. کندهارښاروال حسن حاجي صاحب :ـ ملا امامان زموږ سر اوسترګي دي موږ به تل د خپلو معززه ملا امامانو مشورو او خبرو ته غوږ نیسو.
کندهارښاروال حسن حاجي صاحب :ـ ملا امامان زموږ سر اوسترګي دي موږ به تل د خپلو معززه ملا امامانو مشورو او خبرو ته غوږ نیسو. کندهارښاروال حسن حاجي صاحب :ـ ملا امامان زموږ سر اوسترګي دي موږ به تل د خپلو معززه ملا امامانو مشورو او خبرو ته غوږ نیسو.


 

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS