د ښوونځيو ښاروالۍ د ښاري مسؤليتونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين کوي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
nabi

کندهار ښاروالي د کندهار ښار د ښوونځيو د ښارواليو کمېټو/ تمثيلي ښارواليو غړو ته د ښاري چاپېريال د پاکوالي او سرسبزي په اړه چمتو سوي د عامه پوهاوي بروشرونه ورکړل، چي د خپلو ښوونځيو زده کوونکو او ټولني ته يې ورسوي. دغه بروشرونه د کندهار ښاروالي له خوا د شهر برنامې په مرسته برابر کړل سوي دي.
کندهار ښاروالي د کندهار په اتو ښاري ښوونځيو کي د ښارواليو کمېټې جوړي کړي، چي موخه يې نوي نسل ته په بنسټيز ډول د ښاري چارو د مديريت او ښاري مسؤليتونو نظري او عملي ښوول دي. دغه کمېټې په رضاکارانه او داوطلبانه توګه په ښوونځيو کي د ښاروالي د مسؤلينو په توګه دنده اجراء کوي، د ښوونځي نورو زده کوونکو ته هم د ښاري مسؤليتونو په اړه پوهاوی ورکوي، خپله هم د ښوونځي د چاپېريال په پاکولو او سرسبزه کولو کي ونډه اخلي او نور هم هڅوي چي د مسؤلو ښاريانو په توګه د خپل ژوند چاپېريال پاک وساتي.
له دغه نوي کمپاين څخه چي د ښارواليو د کمېټو په مرسته پر مخ وړل کېږي، موخه دا ده چي نوی ښاري نسل ښار، ښاريان او ښاروالي او يو د بل په وړاندي د هغوی حقوق او وجائب وپېژني.
تمه ده چي نورو ښاري ښوونځيو کي د دغو کمېټو د جوړولو او نوي نسل ته د ښاري فرهنګ په اړه د پوهاوي له ورکولو سره به په راتلونکي کي کندهار ښار تر ډېره د مسؤلو ښاري اوسېدونکو کوربه وي او د اوس په پرتله به د ښار په وړاندي د ښاريانو د مسؤليت د احساس کچه لوړه وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

کندهار ښار کي د استنادي دیوال د جوړېدو چاري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې!

کندهار ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۴ ګذر کښي د استنادي دېوال د رغولو چاري را پیل کړې.

دغه دیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۲۲
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کښي د ٧ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالۍ د يونپس (UNOPS) مٶسيسې په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۸ ګذر کښي د ۷ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل کړي.

د دغه پروژې د افتتاح په مراسمو کښي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

BACK TO NEWS