کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب:- د خپل پرسونل په همکاري سره مو ښاري نظم ته خاصه توجه کړې ده.

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱ - ۹:۴۹
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب:- د خپل پرسونل په همکاري سره مو ښاري نظم ته خاصه توجه کړې ده.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي د ناحیو دامریتونو ترڅنګ یې د ښاري انضباطاتو مدیریت ته دنده سپاري چي د کندهار ښاریانو د سهولت لپاره د ښار نظم ته ډیره پاملرنه وکړئ،تر څو ښاري نظم جود وي او ښاریان راحته سي.

د ښاري انضباطاتو عمومي مدیریت د خپل دوامداره نظارت پرمهال د ښآري نظم راوستلو په منظور په څلورمه ناحیه کي دسړک پرغاړه دایښودل سوو غیري قانوني توکو او پیاده روونو څخه لیدنه وکړه او خلګو ته داخري ځل لپاره خبر ورکړ چي دسړک دغاړو او پیاده روونو څخه خپل شیان ایسته کړي

د ښاري انضاباطاتو مدیریت مدیر محمد بارک وایي د صفایي محصولاتو،باقیاتواو خلګو ته دکاري جوازونو د ورکړي پوښتنه کوي ترڅو ټول کسبه کاران د ښآروالۍ څخه د خپل کسب جواز ترلاسه کړئ،او هم د پلي لارو او پياده رونو دخلاصون په اړوند د ښاروالۍ د مربوطه ناحیو او ټیمونو سره ګډ کار کوي ترڅو هم ښاري نظم په اوجود راوړل سوی وي او هم خلګو ته په ورځني ژوند کي ژوند اجاد سوی وي .

 

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب:- د خپل پرسونل په همکاري سره مو ښاري نظم ته خاصه توجه کړې ده. کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب:- د خپل پرسونل په همکاري سره مو ښاري نظم ته خاصه توجه کړې ده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو. . .

BACK TO NEWS