دکندهارولایت تجارانو او صنعت کارانو خپلی لاسته راوړنی او ستونزی د هرات ولایت له تجارانو اوصنعت کارانو سره د انلاین کنفرانس له لاری شریکي کړی.

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۵
دکندهارولایت تجارانواوصنعت کارانو خپلی لاسته راوړنی او ستونزی د هرات ولایت له تجارانو اوصنعت کارانو سره د انلاین کنفرانس له لاری شریکي کړی

دغه کنفرانس چي د ښاروالۍ په انګړ کي جوړ سوی وو لمړی د هرات ولایت تجارانو، صنعت کارانو خپلی لاسته راوړنی اوسته ستونزی د فرزنټیشن له لاری شریکی کړی اوزیاته يي کړه ترڅو دواړه ولایتونه د ښه ترا اقتصادی پرمختګ په موخه خپل تولیدات د نندارتون له لاری شریک کړی ترڅو دواړه ولایتونه خپل د ضرورت وړ توکي تبادله کړی. نعمت الله نعمت دکندهار ولایت د معادن خونی په استازیتوب دهرات ولایت سره په خپلو خبرو کي سته فرصتونه، دمځکی دقیمت پرلوړوالی او دمځکو د توزیع پر پروسه باندی خبری وکړی. اوزیاته یی کړه ترڅو د دواړو ولایتونو ترمینځ د صنعت کارانو اوتجارانو ترمینځ باید همږغی موجوده وی. یاده دی وي چي کندهار ولایت له هرات ولایت سره د ګډی همکارۍ په موخه تفاهمنامه لاسلیک کړی ده چي د نورو فرهنګی، تخنیکی، لوړوزده کړو او ګډو فعالیتونو ترڅنګ یی یوه برخه د اقتصاد اوصنعت برخه ده، همدارنګه کندهارښاروالی په پلان کی لری ترڅو په ۱۴۰۰ روان مالی کال کي له هرات ښاروالی سره په مختلفو برخو لکه فرهنګ، معارف، ښاروالی اقتصاد او صنعت په برخه کي ګډ کاروکړی.

دکندهارولایت تجارانواوصنعت کارانو خپلی لاسته راوړنی او ستونزی د هرات ولایت له تجارانو اوصنعت کارانو سره د انلاین کنفرانس له لاری شریکي کړی دکندهارولایت تجارانواوصنعت کارانو خپلی لاسته راوړنی او ستونزی د هرات ولایت له تجارانو اوصنعت کارانو سره د انلاین کنفرانس له لاری شریکي کړی

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS