د شپږمي ناحیې شپږم ګذر او اوومي ناحیې د ګذرونو لپاره ټاکني وسوې.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۰:۲۹
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي لخوا د ټاکل سوي کمیټې غړو نن د شپږمي ناحیې دشپږم ګذر او اوومي ناحیې د نهو ګذرونو لپاره د طرزالعمل سر ه سم د ګذرونو وکیلان وټاکل .

نن چي په همدې موخه کندهار ښاروالي کي ټاکني کېدې د شپږمي ناحیې شپږم ګذرته علي رضا او عبدالحکیم نوماندان ول چي عبدالحکیم د (۲۴۲)تائد رایو (صفایي کتابچو) په درلود لو سره د شپږم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه وروسته د اوومي ناحیې د ګذرونو لپاره ټاکني وسوې چي لومړی ګذر ته صبغت الله او محمد ویس کاندیدان وه محمد ویس د

(۱۴۲) رایو ( صفایي کتابچو) په درلودلو سره د لومړی ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه ، دوهم ګذر ته محمد عمر جان صوفوال نوماند و چي سیال یې نه درلودی د (۷۹)تائد رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره یې د دوهم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه ، دریم ګذر ته ملا نور احمد اخوند کاندید و چي د (۷۱)تائد رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره یې د دریم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه، څلورم ګذرته حبیب الله نوماند و چي د (۵۴)رایو ( صفایي کتابچو) په درلودلو سره یې څلورم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه ،شپږم ګذر ته فیض الحق او روح الله نوماندان وه چي روح الله وکولای سوای د (۱۰۳)رایو (صفایي کتابچو ) په درلودلو سره د شپږم ګذر وکالت وګټي ،اووم ګذرته محمد عمر نوماند و چي د (۲۶۰)رایو په درلودلو سره یې د اووم ګذر وکالت وکیل سو ،اتم ګذرته حاجي عبدالغفور نوماند و چي د (۱۰۳)رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سر ه یې وکولای سوای د اتم ګذر وکالت وګټي او نهم ګذر ته سید حزب الله نوماند وچي د (۶۲)رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره یې د نهم ګذر وکالت ته لاره پیداکړه او بریالی اعلان سو .

وروسته دکندهار ښاروالي دښاري حکومتولي رئیس او د کمیټې غړو نوي وکیلانوته دمبارکي ویلو ترڅنګ دښاریانو اوښاروالي ترمنځ دښې همږغۍ د راوستلو په برخه کي لازمي سپارښتني وکړې او دښاروالي په پرمختیایي او روانو چارو کښي یې دښاریانو همکاري اړینه وبلل .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د شپږمي ناحیې شپږم ګذر او اوومي ناحیې د ګذرونو لپاره ټاکني وسوې.