د نرخونو د کنټرول په موخه نظارت ترسره سو!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
کنټرول او نظارت

پنج شنبه ٢٤ / ١٢ / ١٤٠٢ ه ش کال

د کندهار ښار په مختلفو ساحو کي د کسب کارانو د نرخنامو څخه نظارت ترسره سو لکه قصابان، خیاطان، نانوايان، کلچه پزان او داسي نورو اصنافو نظارت په جدي توګه ترسره سو چي په نتيجه کي زياتو کسب کارانو د نرخنامي څخه سرغړونه کړي وه دوکانونه يې وتړل سوه او همدارنګه د څلورمي ناحيې په همکاري په ټول ناحیه د نرخنامي پر عملي کيدو نظارت ترسره کړئ او ځينو تخلف کوونکو ته د ناحيې له لوري توصیه سوې وه ورپسې د نهمي ناحيې په همکارۍ په ټول ناحیه کي کنټرول ترسره سو، ورپسي د ۱۲ ناحيې او د انظباط شهري مدیریت سره په تفاهم باندي د نرخنامي پر عملي کېدو کنټرول ترسره سو

او همدارنګه د څوارلسمي ناحيې امریت او ٧ ناحيې امریت لخوا د نرخنامو توضیع او کنټرول ترسره سو

ورپسې د مارکیټونو د تنظیم امریت لخوا د خیاطانو د غټو سنټرونو څخه نظارت ترسره سو او همدارنګه د میلکو کمپنۍ د تولیداتو څخه هم نظارت ترسره سو

د خیاطانو سنټرونه او میلکو کمپنی توليدات د عام بازار په پرتله زیات ګران قیمته وه چي جدي توصيې ورته وسوې

په درنښت

ذبيح الله ( روحي )

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مدير

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

کندهار ښار کي د استنادي دیوال د جوړېدو چاري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې!

کندهار ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۴ ګذر کښي د استنادي دېوال د رغولو چاري را پیل کړې.

دغه دیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۲۲
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کښي د ٧ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالۍ د يونپس (UNOPS) مٶسيسې په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۸ ګذر کښي د ۷ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل کړي.

د دغه پروژې د افتتاح په مراسمو کښي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

BACK TO NEWS