د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو نظارت ترسره سو.
او همدا رنګه په اوله او دوهمه ناحيوو کي د کلچه پزانو، پارکينګونو، او غوړو نرخونه تعقیب سول ورپسې د ناحيوو په همکارۍ باندي په ټولو ناحیو کي د نانوايانو، کلچه پزانو، غوښو، خياطانو د نرخونو نظارت ترسره سو
اوکومو کسانو چي د نرخنامو د متخلفینو څخه شکایتونه زموږ سره ثبت کړي وه تر ډیره حده هغو ته رسیدګي وسول
هغه دوکانداران چي د نرخنامې د عملي کولو څخه سرغړونه کوي د هغوى دوکانونه به تړل کيږي او د نظارت دا لړۍ به همداسي روانه وي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت