د کندهار ښاروالي...
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالي خپل ملکیت د سرپزې زنانه نوی پارک او همدارنګه و بغل ته یې د مخکني پارک د کسر د بریا په داوطلبۍ کي محترم نوراحمد د سلطان محمد زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ ۶۱۰۰۰۰ شپږ سوه لس زره افغانۍ باندي ګټونکی سویدي.
دا چي په زیاته اندازه د عوایدو کسر منځ ته راغلی دئ په همدې موخه منظور هغه اشخاص چي ذکر سوي پارکونه د یوه کال لپاره په اجاره د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکي وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۳۹۹ کال د قوس د میاشتي د ۱۶مي نیټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۳۰ مي نیټې پوري د ښاروالۍ مقام د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري، شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدآ اخیستل کیږي او داوطلبي د جاري کال د جدي میاشتي پر ۱ نیټه د دوشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوي هییت په حضور کي ترسره کیږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېره اړیکه ونیسئ!
۰۷۰۲۵۲۰۳۸۷