د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۱:۳۰
د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه

د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه دکندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات ترمشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي دکندهار ښاروالۍ د اړوندو ریاستونو،امریتونواومدیریتونو استازو پکښي برخه لرل.

اداري مجلس پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وکړې.

د ناحیو امریتونو او نورو اړوندو عیداتي منابعو ته دنده وسپارل سول چي دکسر مخه ونیسي او ژر تر ژره په ښه توګه سره خپل عواید پوره کړئ.

په ښار کښي د ځینو پارکینګونو د داوطلبۍ په اړوند ځيني مسایل تر بحث لاندي ونیول سول.

په کندهار ښار کي د روانو رغنیزو چارو او پرمختیایي پروژو په اړوند مفصلي خبري وسوې او معلومات شریک سوه .

د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه

د کندهار ښاروالۍ په اداري غونډه کي د ښاروالۍ د روانو،تیرو او راتلوونکو پلانونو په اړه هم خبري وسوې او په اړه یې د پوره اماده ګۍ ډاډ تر لاسه سو.

د غونډي په وروستۍ برخه کي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د اداري مجلس ګډونوالو ته وویل د ښاریانو ژوندانه ته د سهولت په منظور دي دښاریانوسره په ورځنۍ چارو کي همکاري وکړئ ،کارونه دي ورته اسانه کړل سي او په ګډو تصامیمو کښي دي ښاریان راګډ کړل سئ.
 

د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه
د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه.