د کندهار ښاروالۍ اداري مجلس د مرستیال ښاروال ترمشرۍ لاندي جوړ سو!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۳:۵۶
اداري مجلس

په اداري مجلس کښي پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وسوې.

د کندهار ښاروالۍ اداري مجلس چي د کندهار ښاروال دمرستیال مفتي قدرت الله الوصال ترمشرۍ لاندي جوړ سو د ښاري حکومتولۍ درئیس حاجي تحویلدارصاحب تر څنګ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند،د ۱۵ناحیو امرینو او دښاروالۍ د اړوندو امریتونو او مدیریتونو مسؤلینو په ننني اداري مجلس کښي ګډون کړی وو.

اداري مجلس ته د کندهارښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت څلور قراردادونه راوړل سوي وه چي تدارکاتي مرحلې یې بشپړي سوي وې د تصویب پر لارو چارو یې مفصل بحثونه وسوه او تر ډیرو دلایلو وروسته اداري مجلس یاد څلور قراردادونه چي د باغ پول داهلي حیواناتو د ګنج د کلنۍ اجارې،د حضرت جي بابا دوهم شمالي مارکیټ د وسایطو پارکینګ کلنۍ اجارې،د زاړه ګمرک په ساحه کښي د Bبلاک دریم او څلورم منزل دبلاخانو د کلنۍ اجارې او د ښار په ناحیو کښي د کوڅو د کانګریټ کولو،استنادي دیوالونو،چریو اوسلبونو دجوړولو پروژې قراردادونو باندي بحثونه وسوه او تصویب سوه.

د کندهار ښاروالۍ په ننني اداري مجلس کښي پر نورو مهمو او ښاري موضوعاتو باندي هم مفصل بحثونه وسوه ترڅو په ښه توګه سره د ښاروالۍ رواني چاري مخته ولاړي سي.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال د چارو،کارونو او خلګو ته دښه ښاري خدمت کولو په پار د اداري مجلس غړو ته لازمي سپارښتني وکړې ترڅو د خلګو کارونه پر وخت اجرا سي ،په اصولي او قانوني توګه سره د خلګو په عرایضو کښي ځنډ رانیسي او د ټولو ناحیو د امریتونو دروازې باید دعام اولس پرمخ خلاصي وي ترڅو ګران ښاریان وکولائ سي په ښه زړه سره خپل اړونده ښاري موضوعات حل او فصل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ اداري مجلس د مرستیال ښاروال ترمشرۍ لاندي جوړ سو!