د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا د غیري قانوني اعلاناتو د پاکولو لړۍ ترسره سوه!
د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا د ښار په بیلا بیلو ساحو کښي؛ لکه: سردار مدد خان څلور لاري، عیدګاه دروازه، دوراهي او په عېنومېنه کښي د هغو اعلاناتو د پاکولو لړۍ د یوې هفتې په جریان کښي ترسره سول، کوم چي د ښاروالۍ د تثبیت سوو ځایونو پرته په ښار کښي پر دیوالونو، پایو او د برق پر خادو باندي ځړول سوي او لیکل سوي وه.
د دې کمپاین څخه وروسته که چیري دوهم ځل داسي اعلانونه ولیدل سي، مسؤلین به يې قضايي او امنیتي ارګانونو ته معرفي کیږي، بیاحق د شکایت نه لري؛ ځکه د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت ټېم له خوا به نور هم د غیري قانوني اعلاناتو د پاکولو لړۍ جریان ولري.