د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي د ۸۵۰ متره کانال د رغولو چاري ۸۰ سلنه مخته تللي دي

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۱۲
بیارغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام د ښار په ديارلسمه ناحيه، پنځم ګذر کي د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو مهم کانال او دوو پلچکانو د اساسي رغولو چاري جريان لري.

دغه کانال ۸۵۰ متره اوږدوالی، د ديوالونو په شمول ۴ متره بردوالی او د دوه متره په جګوالي سره په اساسي او معياري ډول رغول کيږي.

د دغه مهمي پروژې د رغولو چاري درې مياشتي مخکي پيل سوي دي چي تر دې مهاله يې ۸۰ سلنه کارونه مخته تللي دي او پاته کارونه به يې هم د يوې مياشتي په موده کي بشپړسي.

په ياده رغنيزه پروژه کي هره ورځ ۱۵۸ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۲۸ کسان په مسلکي ډول او ۱۳۰ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د يادوني وړده چي دغه کانال د ميرزا احمد خان کلا چي د وروستۍ برخي څخه شروع بيا د زابر تر غاړي پوري رغول کيږي.

د همدې مهم کانال په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي د ۸۵۰ متره کانال د رغولو چاري ۸۰ سلنه مخته تللي دي