د کندهار ښار په ۸ ناحيه کي د کوڅې رغولو چاري پيل سوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۰
بيا رغونه

کندهار ښاروالي د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د غفار مارکېټ څنګ ته د کوڅې رغولو چاري پيل کړې.

دا کوڅه چي تقريبا ۳۶۰ متره اوږدوالی، ۸ متره پلنوالی لري، اوس فعلا يې رغنيزي چاري پيل سوې چي پاته کارونه به يې د يوه نيمي مياشتي په موده کي بشپړسي.

په دې رغنيزه پروژه کي هره ورځ ددې سيمي ۱۱۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده، ۱۰ کسان په مسلکي توکه او ۱۰۰ کسان په غيري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.

د يادي کوڅې په اساسي رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۴
Background image

د شکایتونو څېړلو او حل کولو کمېټې نوبتي مجلس ترسره کړی.

د کندهار ښاروالۍ اړوند دښار اوسېدونکو شکایتونو ته د رسېدني او حل په موخه د شکایاتو څېړلو او حل کولوکمېټې خپل نوبتي مجلس ترسره کړی. په دې مجلس کي د ثبت سوو شکایتونو په اړه هر اړخیز بحث. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندهار ښار کي له قصابانو څخه د نرخونو کنټرول او نظافت ساتلو په موخه نظارت ترسره سو.

دوشنبه ۱۳ / ۱۲ / ۱۴۰۳ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم آمریت د امنیه قومندانۍ په همکاري د ښار په بېلابیلو ساحو کي د قصابانو څخه د ټاکل سوي لایحې او نرخنامې مطابق نظارت ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندهار ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي اشر پيل سو

کندهار ښاروالۍ د ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي کمپاين پيل کړي.

ددې کمپاين په نتيجه کي به کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو سيمو کي ( ۴۰ ) زره مېوه لرونکي او غيري. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ۸ ناحيه کي د کوڅې رغولو چاري پيل سوې