راځئ خپل ښار زرغون کړو!

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۹
سرسبزي

 

د کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ مديريت کاري پرسونل له لوري د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د بېلابیلو ميوه لرونکو او غيري ميوه لرونکو نهالانو دکښېنولو لړۍ جريان لري.

د یادوني وړده چي د نهالانو د ایښودلو لړۍ به ټولو ناحیوو ته وغځول سي او په مشخصو ساحو کي به کښېنول سي.

کندهار ښاروالي بیا هم له ټولو درنو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چي د پسرلي په رارسېدو سره د ښار د ښکلا او چاپيریال د زرغونتیا په موخه مختلف ډوله نهالان کښېنوي او په پالنه کي ئې خپل مسئوليت اداء کړي .

درنو ښاريانو! که غواړي د کندهار ښاروالۍ سره په کډه د ښار په مختلفو ساحوو کښي نهالان کښېنوي کولائ سي پر لاندي شمېرو اړیکه ونیسئ:

۰۷۰۸۰۰۰۵۹۹

۰۷۰۲۳۲۳۰۹۹

 

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۴۵
Background image

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک رغنيز کارونه جريان لري

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړۍ کي دا ځل د ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک د اساسي رغولو چاري راپيل کړي دي.

دغه سړک چي د سټډيوم جنوب لويديځ طرف ته د غازي ميني. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

کندهار ښاروالۍ پر يو طرفه واټونو باندي اغزن لرونکي جمپونه نصب کړه.

کندهار ښاروالي د ښاري نظم په موخه اغزن لرونکي جمپونه پر يوطرفه سړکونو باندي نصب کړي دي.

یاد جمپونه د هرات بازار، اخند صاحب جامعې، شاه جامعې، عبدالرب اخندزاده جامعې، قاضي غلام دانې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۵
Background image

د ښاري نظم ګډ کمېسيون پر احمدشاهي جاده باندي جدي نظارت ترسره کړٸ

دکندهار ښاروالي اړوند د ښاري نظم ګډکمېسیون له خوا داحمدشاهي جادې دسرسبزۍ اوښکلا ساتلو په موخه د څو ځلي جدي خبرتیاوو وروسته دهمدې عمومي جادې هغه سماوارونه، هوټلونه او نور پلورنځي چي بیا. . .

BACK TO NEWS