په اشرف البلاد ښار (کندهار)کي د ښار د پاکوالي حشر ترسره سو.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۸ - ۸:۵۵
په اشرف البلاد ښار (کندهار)کي د ښار د پاکوالي حشر ترسره سو.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي نن یې د اشرف البلاد ښار(کندهار) په ۱۵ناحیو کي د ښار د پاکوالي عمومي حشر ترسره کړ،چي پکښي د کندهار ښاروالۍ دمرستیال حاجي رحمت الله ترڅنګ د ښار ځوانانو،د کندهارښاروالۍ کاري پرسونل،مدني فعالانو،خبریالانواو عامو خلګو ګډون کړی وو.

کندهارښاروال د رسنیو سره په خبرو کښي وویل حشر دافغانانو ملي او کلتوري دود دی او همدا ډول نظافت د ایمان جز دی نو په همدې اساس یې د ښار په ټولو برخو کښي ګډ حشر پلان کړی وو او نن عملأ یاد حشر ترسره سو.

کندهار ښاروال وویل په دې سره به په خلګو کښي د ښارپاکوالي فرهنګ راژوندی کړي،د حشر کلتوري دود به ژوندی ساتي او هم به د خپل ښار لپآره د یوه خادم په توګه کارکوي ترڅو کندهار ښاریانو ته په هره برخه کي سهولت اجاد سي .

په اشرف البلاد ښار (کندهار)کي د ښار د پاکوالي حشر ترسره سو. په اشرف البلاد ښار (کندهار)کي د ښار د پاکوالي حشر ترسره سو.
په اشرف البلاد ښار (کندهار)کي د ښار د پاکوالي حشر ترسره سو. په اشرف البلاد ښار (کندهار)کي د ښار د پاکوالي حشر ترسره سو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

په اشرف البلاد ښار (کندهار)کي د ښار د پاکوالي حشر ترسره سو.