په نهمه ناحيه کي دوه سړکونه ډامبرېږي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۵:۲۲
Shakafor darwaza

يک شنبه/ ۶- سلواغه- ۱۳۹۸
کندهار ښاروالي د ولسي تړون پرمختيايي پروګرام له لاري د کندهار ښار د نهمي ناحيې په دوولسم/ کوتل ګذر کي د شاوليکوټ پمپ شمال خوا ته دوه سړکونه او يو پل په پاخه او اساسي ډول د ۹۶۷۴۹۷۴ افغانيو په لګښت جوړوي.
له دغو ډامبرېدونکو سړکونو څخه يو سړک ۴۶۰ متره اوږدوالی او ۸ متره بر او بل سړک ۳۰۵ متره اوږدوالی او ۱۴ متره بر لري. دغه راز په دغه پروژه کي د يو پله جوړول هم شامل دي، چي ۱۷،۶ متره اوږدوالی او ۸،۱۰ متره بر به ولري. د دې پروژې کار ډېر ژر شروع کېږي او د شپږو مياشتو په موده کي بشپړېږي. له دې پروژې څخه شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ په مستقيمه توګه برخمني کېږي.
د دې پروژې قرارداد د يوې آزادي داوطلبۍ په پايله کي يوه خصوصي شرکت سپارل سوی دی. دا پروژه د محل د خلکو تر مستقيم نظارت لاندي پلې کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

په نهمه ناحيه کي دوه سړکونه ډامبرېږي