په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
شفافيت او حسابدهي

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره سول، چي په کښي د کندهار ښار دبېلا بیلو ناحیو د ګذرونو وکیلانو، د مشورتي شورا ځینو غړو،علماوو، مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړئ وو.

د غونډي په پیل کي د تخنیکي او مسلکي چارو ریاست رئیس مولوي نورالباقي حقاني ټولو ګډون والو ته افتتاحیه وینا وکړل او د وینا ترڅنګ ئې د ننۍ مجلس چي د شفافیت او حساب ورکولو په موخه جوړ سوئ وو، پوره وضاحت د ګډون والو سره شریک کړ.

ورپسې د ښاري حکومتولۍ په استازیتوب د شفافیت او حساب ورکولو مدیر محمد عمر صابر د ښاري حکومتولۍ پر فعالېتونو ، د شفافیت او حساب ورکولو پر مواردو، په ښاروالۍ کي د ښاریانو پر مشارکت، د عامه پوهاوي په پرګرامونو او داسي نورو هغو موضوعاتو باندي وګډون والو ته خبري وکړې، چي د یاد ریاست په چارو پوري اړه لري او ددې ترڅنګ ئې د کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۲ مالي کال د عوایدو، محاسبې او اداري چارو ریاست د لومړۍ ربعي پر عوایدو، مصارفو او د ښاروالۍ اداري خدماتو په اړه معلومات وړاندي کړل.

ورپسې د تخنیکي او مسلکي ریاست آمر د کندهار ښار د روانو پروژو، پرمختیايي چارو، تنظیف او سرسبزۍ اړوند خپل راپور د ګډون والو سره شریک کړ.

ددې ترڅنګ په ننۍ مجلس کي د مارکېټونو د تنظیم مدیر د ډوډۍ پر وزن او نرخ، د هوټلونو صفايي، د تاریخ څخه د تیرو اجناسو کمپاینونه، د قصابۍ کنټرول، د تولیدي کارخانو کنټرول او د ښار د عامه نظم د کنټرول اړوند خپل ګذارش وړاندي کړ.

وروسته د کندهار ښاروالۍ د پلان آمر عبدالولي ماکو د خپلو پلان سوو او انکشافي پروژو په اړه درنو ګډون والو سره معلومات شریک کړل.

د غونډي په پاي کښي ګډون والو له همدې جوړي سوي غونډي هرکلئ وکړ او خپل نظرونه ، غوښتني او پوښتني ئې د ښاروالۍ له مسؤلینو سره شریکي کړې او د ښاروالۍ د اړوند برخو مسؤلینو د دوئ پوښتونو، ستونزو او غوښتونو ته ځوابونه وویل.

ياده غونډه د اختتامیه دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۹:۴۱
Background image

کندهار ښاروالۍ په اوله او دوهمه ناحیه کي د ښاري نظم په موخه نظارت ترسره کړئ!

د کندهار ښاروالي اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت د اولي او دوهمي ناحیو او ترافیکو مدیریت په همکاري د اولي او دوهمي ناحیو اړوند له بېلابیلو ساحو څخه د څارني او نظارت چاري په داسي مهال کي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

کندهار ښاروالۍ د عامو هيوادوالو د شکاياتو اوريدلو په موخه د ښار په مختلفو سيمو کي د شکاياتو صندوقونه نصب کړي دي!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د شکاياتو اوريدلو سيار مرکز نن يک شنبه د ښار د مختلفو سيمو څخه هغه شکايتونه راټول کړل کوم چي عامو هيوادوالو د ښاروالۍ د شکاياتو صندوقونو ته اچولي وه.

د عامو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۴۸
Background image

کندهار ښاروالي کي د یو لړ مهمو او لازمو موضوعاتو د تائید او تصویب په موخه اداري نوبتي مجلس تر سره سو!

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي په یو لړ مهمو موضوعاتو باندي اداري مجلس دائر سو، په یاد مجلس کي دکندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په شمول، د کندهار ښاروالۍ د درې ګونو. . .

BACK TO NEWS