کندهار ښاروالي کي د یو لړ مهمو او لازمو موضوعاتو د تائید او تصویب په موخه اداري نوبتي مجلس تر سره سو!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۴۸
اداري مجلس

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي په یو لړ مهمو موضوعاتو باندي اداري مجلس دائر سو، په یاد مجلس کي دکندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په شمول، د کندهار ښاروالۍ د درې ګونو ریاستونو رئیسانو، د پنځلسو ناحیو آمرینو، د ساختمانۍ چارو عمومي مدیر، د پلان آمر او دښاروالۍ نورو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.

یاد اداري مجلس چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره راپېل سو، پېل کي د پلان ګذارۍ او انکشاف آمر د انکشافي او پرمختیايي چارو دمعلوماتو ورکولو ترڅنګ په ښار کي د مخابراتي لینونو د منظم تېرولو په اړه خپل معلومات شریک کړل.

وروسته مجلس د اجنډا سره سم راپيل سو.

د نظارت او ارزیابۍ آمر په ښار کي د تنظیف چاري د خصوصي سکټور له لوري ترسره کول په دې اړه ئې خپله موضوع د مجلس ګډون والو ته وړاندي کړل.

په یاد اداري نوبتي مجلس کي د ذکر سوو موضوعاتو سربیره د ښاروالۍ له چارو سره سم پر نورو اړینو او لازمو موضوعاتو باندي هم د ګډون والو له خوا بحث وسو.

پر موضوعاتو باندي له بحث وروسته د اداري مجلس په وروسیتو کښي د مسؤلینو دنظر اخيستلو وروسته د کندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال له خوا لاندي موضوعات د تائید او تصویب په موخه په مختصره توګه وړاندي سول.

۱: ټول تجارتي او رهایشي ځایونه اعمار د ښاروالۍ د اصولو له مخي ترسره سي. ۲: دښه او منظم تخنیکي کنټرول په خاطر اوږد مهاله او غټي پروژې دي په جلا جلا برخو سره ساختماني شرکتونو ته ورکړل سي.

۳: په ښار کي د مخابراتي لینونو تېرول د جوړ سوي پلان له مخي ترسره سي.

۴: تخنیکي او سکټوري ریاست ته دنده وسپارل سول، چي دیوې منظمي طرحي جوړولو وروسته په ښار کي د کثافاتو د انتقالولو ټولي چاري دي خصوصي سکټورونو ته د قرارداد په بڼه ورکړئ.

ننی اداري مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۲
Background image

شهيدانو څلور لاري ته څيرمه د استملاک سوي مارکيټ تخريب سوې حصه ورغول سوه!

کندهار ښاروالي د ښاري پراختيا په موخه د ښار په مرکزي نقطه کي شهيدانو څلور لاري ته څيرمه د حبيبي واټ وروستۍ نقطه چي د مختلفو عواملو لکبله همداسي پاته وه او مارکيټونه پر جوړ سوي وه، ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي د احمدشاهي مېني سړک ګټي اخيستني ته وسپارل سو!

دوشنبه ۱۲ / ۳ / ۱۴۰۴ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلوانکشافي فعاليتونو په لړ کي څه موده مخکي دښار په پنځمه ناحيه، د شورمانو شاته د احمدشاهي مېني سړک رغنيزي چاري پيل کړې چي اوس فعلا د ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه، دوهم ګذر کي د يو مهم سړک قيريزي کولو چاري پيل سوې

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل دښار په ۶ ناحيه، ۲ ګذر کي پلانو ته څيرمه د يو مهم سړک د قيريزي کولو چاري پيل کړې.

دا سړک چي د ده محسوس له عمومي سړک څخه شروع کيږي بيا. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي کي د یو لړ مهمو او لازمو موضوعاتو د تائید او تصویب په موخه اداري نوبتي مجلس تر سره سو!