کندهار ښاروالۍ له لوري په اوومه ناحيه کښي د يوې پروژې بیا رغنيزي چاري رواني دي!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۴۱
کندهار ښآر

 

دغه «پیاده رو» چي پرمختیایي چاري یې د راتلوونکو درو میاشتو په حدودو کښي په بنسټيزه، معیاري او اساسي توګه سره سرته رسیږي په دغه پروژه کښي په مسلکي توګه سره (۸) او غیري مسلکي توګه سره(۱۱۰) تنو کاریګرو ته کاري فرصت پیداسوئ دی چي فعلاً ددې رغنيزي رواني پروژې پرمختيايي چاري (٪ ۲۰) تکميلي سوي دي، چي د نړیوال بانګ په مالي مرسته او د (UNOPS) برنامې په مدیریت او د ښاروالۍ په تخنیکي مرسته ددې پروژې چاري عملاً مخته ځي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وائي: دخپلو ګرانو ښاریانو د سهولت او ارامتیا په برخه کښي د ښاریانو اساسي لومړیتوبونو ته متوجه دی او بلکي هڅه او کوښښ یې هم دادی چي د خپل کاري پرسونل سره په ګډ کار کولو سره په دې تاریخي او ویاړلي ښار کښي اساسي، ښاري، او بنسټيز نوښتونه رامنځته کوي ترڅو ګران ښاریان راحته سوي وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ له لوري په اوومه ناحيه کښي د يوې پروژې بیا رغنيزي چاري رواني دي!