کندهار والي د مرکز ادارې څخه راغلي پلاوي او یو شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا د جامع عمر کمپلکس چاري وارزولې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۹:۱۲
Kandahar Municipality

کندهار والي حیات الله حیات د سې شنبې په ورځ د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ملي پرمختیايي شرکت د تدارکاتو رئيس مسري خان همت، د افغان ساختماني دستګاه شرکت رئیس او د جامع عمر پروژې تطبیقوونکو، کندهار ښاروال انجنیرمحمدرفیع حیات او یو شمېر نورو مسؤلینو سره لومړي ولایت مقام کي وکتل او د یو شمیر تخنیکي او مسلکي وړاندیزونو او معلوماتو تر شریکولو وروسته یې د ساحې څخه د نژدې لیدني په موخه د جامع عمر کمپلکس ته ولاړل او هلته یې د یاد کمپلکس د ټولو چارو څخه له نژدې لیدنه ترسره کړه، تر څو د یادي پروژې اړوند ټول مسایل د کابل څخه راغلي پلاوي ته په واضح توګه تشریح او هغوی ته دقیق معلومات په لاس ورکول سي.

یادو مسؤلینو د جامع عمر کمپلکس له ټولو نقشو، دریو پوړونو، د اوداسه ځایونو، برېښنا سیستم، پارکېنګ، اوبو ذخیرې، تدریسي خونو، شنې ساحې او ګڼو نورو برخو په جلا، جلا توګه لیدنه وکړه او پر مهال یې د پروژې تطبیقوونکو لخوا د هري برخي په اړه هر اړخیز معلومات ورسره شریک سول.

کندهار والي د لیدني پر مهال د دغه کمپلکس د جوړېدو چارو پر بیا پیل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د جامع عمر د مسلکي او تخنیکي سروې ترڅنګ دي د جامع د ډیزان د اصلاح په موخه هم مرکزي ادارې سره وړاندیزونه شریک سي ځکه په وینا یې د عصري معمارۍ مطابق دي په یاده جامع کي ټولي اړتیاوي په نظر کي ونیول سي او پر وخت دي چاري بشپړي سي.

ښاغلي حیات وویل، که څه هم د یادي جامع د دریو واړو فازونو ساختماني چاري بشپړول زیات وخت نیسي، خو هڅه باید دا وي، چي د اول فاز چاري په راتلونکو څو میاشتو کي بشپړي سي، څو جامع د لمونځ کوونکو پر مخ خلاصه او د کندهاري ولسونو د کلونو هیله او زموږ ګد هدف په حقیقت بدل سي.

د لیدني په پای کي د ښاروالۍ، ښارجوړولو او ځمکو ریاست، ملي پرمختیايي شرکت، افغان ساختماني دستګاه شرکت او د پروژې تطبیقوونکو ګډه کمېټه وټاکل سوه، چي د سبا ورځي تر پای پوري به د پروژې د اوسني وضعیت، شته امکاناتو، پاته چارو د بشپړېدو لپاره د برآورد، مصرف سویو پیسو، شته ستونزو او ننګونو په اړه یو واضح او مسلکي راپور او جامع د ډیزان د اصلاح په موخه مسلکي وړاندیزونه چمتو او ولایت مقام سره به یې شریکوي، څو مرکزي ادارې سره هم شریک او ژر تر ژره د کمپلکس د لومړي فاز پاته چاري پیل سي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار والي د مرکز ادارې څخه راغلي پلاوي او یو شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا د جامع عمر کمپلکس چاري وارزولې