د پولیو واکسین ګټور دی د ماشومانو راتلونکي ژغوري .

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۰:۳۱
Kandahar Municipality

دغه څرګندوني دکندهار ښاروالي د ښاري حکومتولي رئیس عبدالواحد شاه هاشمي په هغه غونډه کښي وکړې کوم چي د پولیو واکسین پر اغېزمنتیا باندي د ښار د نواحیو د ګذرونو دوکیلانو او د UNICEF د پولیو د برخي د نماینده ګانو ترمنځ جوړه سوې وه.

یاده غونډه چي کندهار ښاروالي کي جوړه سوې وه پر مهال یي دغونډي لومړی ویناوال دښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه هاشمي و هغه د پولیو پر ارزښت خبري وکړې هغه وویل زموږ وجداني او ایماني وظیفه ده چي باید د خپلو ماشومانو او راتلونکو نسلونو لپاره دروغ صحت فکر ولرو ددوی ایندې ته جدي پاملرنه وکړو ښه صحت یې باید وغواړو نو د دې لپاره چي سالیم او باصحته ماشومان مو ټولني ته تقدیم کړي وي د پولیو د کمپاینونو سره باید هر وخت کومک وکړو ،ښاغلي هاشمي د ګذرونو له وکیلانو وغوښتل چي د پولیو واکسین په هر کمپاین کي خپل د ساحو ماشومان واکسین کړي ترڅو د فلج او نورو نارو غیو څخه ژغورل سوي وي دا ځکه د ښاغلي هاشمي په خبره په نړۍ کي اوس یواځي افغانستان او پاکستان هیوادونه دي چي لا هم د پولیو پیښي پکښي ثبت دي هغه له خپله طرفه ډاډ څرګند کړ چي په تمامه معنی سره به د یاد کمپاین د ښه پرمخ بیولو لپاره همکاري کوي ،وروسته د UNICEF ادارې ولایتي مسؤلینو هم یادي غونډي ته خبري وکړې هغوي د ګذرونو له وکیلانو غوښتنه وکړه چي د پولیو په هرکمپاین کي له دوی سره کومک وکړي ځکه د مسؤلینو په و ینا که د خلګو همکاري له یادو کمپاینونو سره وي نو لیري به نه وي چي زموږ ګران هیواد به هم یومهال د دې اوبا څخه خلاص سوي وي هغوئ د پولیو په کمپاین کي دخلګو رول او اهمیت مهم وبلۍ وروسته د ښار د ناحیو د ګذرونو وکیلانو هم پخپلو ساحو کي د خپله طرفه همکاري په ډاګه کړه او یادونه يې وکړه چي ددې کمپاین سره به همکاري کوي او خپل ماشومان به هر وخت د دې کمپاین پر مهال واکسین کوي ترڅو له دایمي فلج څخه ساتل سوي وي .

پاته دي نه وي چي د غونډي په وروستۍ برخه کي هغه دګذر وکیلانوته کوم چي تیرو وختونو کي یې له یادو کمپاینونو سره مرسته او همکاري کړې وه د UNICEF ادارې لخوا تقدیر کړل سول .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د پولیو واکسین ګټور دی د ماشومانو راتلونکي ژغوري .