د کندهار ښاروالۍ اداري مجلس د مرستیال ښاروال ترمشرۍ لاندي جوړ سو!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۳:۵۶
اداري مجلس

په اداري مجلس کښي پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وسوې.

د کندهار ښاروالۍ اداري مجلس چي د کندهار ښاروال دمرستیال مفتي قدرت الله الوصال ترمشرۍ لاندي جوړ سو د ښاري حکومتولۍ درئیس حاجي تحویلدارصاحب تر څنګ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند،د ۱۵ناحیو امرینو او دښاروالۍ د اړوندو امریتونو او مدیریتونو مسؤلینو په ننني اداري مجلس کښي ګډون کړی وو.

اداري مجلس ته د کندهارښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت څلور قراردادونه راوړل سوي وه چي تدارکاتي مرحلې یې بشپړي سوي وې د تصویب پر لارو چارو یې مفصل بحثونه وسوه او تر ډیرو دلایلو وروسته اداري مجلس یاد څلور قراردادونه چي د باغ پول داهلي حیواناتو د ګنج د کلنۍ اجارې،د حضرت جي بابا دوهم شمالي مارکیټ د وسایطو پارکینګ کلنۍ اجارې،د زاړه ګمرک په ساحه کښي د Bبلاک دریم او څلورم منزل دبلاخانو د کلنۍ اجارې او د ښار په ناحیو کښي د کوڅو د کانګریټ کولو،استنادي دیوالونو،چریو اوسلبونو دجوړولو پروژې قراردادونو باندي بحثونه وسوه او تصویب سوه.

د کندهار ښاروالۍ په ننني اداري مجلس کښي پر نورو مهمو او ښاري موضوعاتو باندي هم مفصل بحثونه وسوه ترڅو په ښه توګه سره د ښاروالۍ رواني چاري مخته ولاړي سي.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال د چارو،کارونو او خلګو ته دښه ښاري خدمت کولو په پار د اداري مجلس غړو ته لازمي سپارښتني وکړې ترڅو د خلګو کارونه پر وخت اجرا سي ،په اصولي او قانوني توګه سره د خلګو په عرایضو کښي ځنډ رانیسي او د ټولو ناحیو د امریتونو دروازې باید دعام اولس پرمخ خلاصي وي ترڅو ګران ښاریان وکولائ سي په ښه زړه سره خپل اړونده ښاري موضوعات حل او فصل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۱
Background image

کندهار ښار په شپږمه ناحيه، څلرم ګذر کي د یوې کوڅې جوړولو کار جريان لري.

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي او پرمختیايي فعالېتونو په دوام، داځل دښار په شپږمه ناحيه، څلرم ګذر کي د یوې کوڅې دکانګریټ کولو چاري په اساسي ډول پيل کړي دي.

دا کوڅه تقريبا ۲۱۰ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه، دريم ګذر کي د کوڅې کانګريټ کولو او چرۍ جوړولوکار جريان لري

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل دښار په شپږمه ناحيه، دريم ګذر کي د کوڅې کانګريټ کولو او چرۍ جوړولو چاري پيل کړي دي.

دا کوڅه چي تقريبا ۱۹۰ متره اوږدوالی او څلور نيم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديوکانال او سړک د رغولو چاري ۹۸ سلنه بشپړي سوي دي.

کندهار ښاروالي د دیارلسمي ناحیې، دریم ګذر په میرزا احمد خان کلاچه کي د کانال او سړک د رغولو چاري پیل کړي دي.

دغه کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه متره جګوالی. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ اداري مجلس د مرستیال ښاروال ترمشرۍ لاندي جوړ سو!