د ترافيکي پيښو د مخنيوي په پار د پنځمي ناحيې اړوند د پيرو قلعچې مخته د عمومي ګلدان منځۍ لاره بنده سوه!

د کندهار ښاروال دهدایت له مخي د مارکیټونو تنظیم آمریت، د پنځمي ناحیې آمریت او ترافیکو مدیریت په همکارۍ د ترافیکي پیښو د مخنیوي په موخه د پیرو قلعچې مخ ته د عمومي ګلدان منځنۍ لاره د امنیتي خښتو په ایښودلو سره وتړل سوه.
دا لاره ځکه وتړل سوه، چي هره ورځ د ګڼي ګوڼي له امله ترافیکي پیښي رامنځ ته کېدې او خلګو ته ئې مالي او ځاني زیانونه اړول ددې لاري په تړل کيدلو سره به اوس دې ته څيرمه له بديلي لاري استفاده کيږي.
درنو ښاریانو!
دښار نظم ساتل او د ترافیکي اصولو مراعتول د ټولو ښاریانو گډ مسؤلیت دی .که موږ ټول د ترافیکي قوانینو درناوی وکړو او ښاري نظم ته پاملرنه وکړو نو زموږ ښار به لا خوندي او منظم سي.