د شکایتونو دڅېړلو او حل کولو کمېټې نوبتي مجلس ترسره کړ.

دښار اوسېدونکو شکایتونو ته د رسېدني او حل په موخه، د شکایاتو دڅېړلو او حل کولوکمېټې خپل نوبتي مجلس ترسره کړ. په دې مجلس کي د ثبت سوو شکایتونو په اړه هر اړخیز بحث وسو او دحل لپاره لازم ګامونه ونیول سول.
یاده کمېټه په اوونۍ کي دوه ځله، د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کي خپل رسمي مجلسونه ترسره کوي. هغه شکایتونه چي د معلوماتي مرکز له لاري ثبتیږي، د کمېټې له خوا په تفصیل سره څېړل کیږي او دحل لپاره ئې اړین او غېزناک اقدامات ترسره کیږي. د تیرو دوو اونیو په جریان کي یادي کمېټې د ۱۲ ثبت سوو بېلابیلو شکایتونو ارزونه کړې اود حل لپاره لازم تدابیر نیولي دي.
دغه کمېټه د دعوت ارشاد آمریت، د داخلي تفتیش آمریت، د پلان او انکشاف آمریت اود انضباط شهري مدیریت په همږغۍ سره رامنځته سوې ده.
د دې کمېټې اساسي موخه دا ده چي د خلګو ستونزي او شکایتونه په خپل وخت، د شفافیت او مسلکي ژمنتیا له مخي وڅېړل سي او د حل لپاره ئې مؤثري کړني ترسره سي، دا به د ښاروالۍ د خدماتو په اړه د خلکو باور او اطمینان لا زیات کړي او یوه هوسا فضا به رامنځته کړي.