د عیدګاه جادې شمال برخي سړک د جوړېدو چاري پيل سوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۳ - ۸:۳۵
Kandahar Municipality

د چهارشنبې په ورځ د کندهار ښاروالۍ لخوا د متوازن ښاري انکشاف رامنځته کولو پر اساس د څوارلسمي ناحیې اړوند د عیدګاه جادې سره موازي د شمال برخي سړک د جوړېدو چاري پیل سوې.

په همدې موخه جوړو سویو مراسمو کي د کندهار والي حیات الله حیات ترڅنګ ښاروال انجنیرمحمد رفیع حیات، یو شمېر نورو مسؤلینو او د سیمي اوسېدونکو ګډون کړی وو.

په مراسمو کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، دغه سړک ۵۹۰ متره اوږدوالی، ۱۰ متره بر، د نیم متر په بر او ۹۹۰ مترو په اوږدوالي چرۍ او د ۱۵۰۰ متره په اوږدوالي پياده رو لري، چي ۸،۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د کندهارښاروالي له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، د یاد سړک رغنیزي چاري به په دریو میاشتو کي بشپړې س، چي پر مهال به یې ۹۰۰ مسلکي کارکوونکو، ۸۰۰ غیرمسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره سي او ۸۰۰ کورنۍ به په مستقیم ډول ګټه ترې واخلي.

کندهار والي د یاد سړک په جوړېدو خوښي وښوده او ویې ویل، ښاروالي لکه څنګه چي لازمه ده هغسې خدمات وړاندي کوي او خلک دي ښاروالي ته پر وخت د صفايي پیسې ورکړي، تر څو د ښاروالۍ په پرمختیايي بودجه ورته نوري پروژې هم تطبیق کړل سي.

کندهار ښاروال انجینرمحمد رفیع حیات د خپلو خبرو پر مهال وویل، ښاروالۍ د ښار په ټولو ناحیو کي متوازن انکشاف ته ژمنه ده او د عیدګاه جادي سړک په څوارلسمه ناحیه کي د ولسي تړون لومړۍ پروژ ده.

هغه د سیمي له اوسېدونکو وغوښتل، چي د پروژې په نظارت کي ورسره همکاري وکړي، تر څو چاري یې پر خپل وخت او په معیاري شکل ترسره سي.

د سیمي اوسېدونکو د یاد سړک په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ۱۴مي ناحیې ته یې د لا زیاتي پاملرني غوښتلو ترڅنګ له پرمختیايي پروژو خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د عیدګاه جادې شمال برخي سړک د جوړېدو چاري پيل سوې