د ښار د پاکوالي په موخه د کندهار ښار په دریمه، څلورمه، نهمه او دولسمه ناحيه کي عمومي اشر ترسره سو!

کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف عمومي مدیریت له لوري پرون د شنبې په ورځ د ښار په دریمه، څلورمه، نهمه او دولسمه ناحیه کي د کثافاتو ټولولو پراخ تنظیفاتي اشر ترسره سو.
په دې اشر کي د تنظیف کارکوونکو له خوا د یادو ناحیو له بېلابیلو ساحو څخه شاوخوا ۵۵ موټره کثافات راټول او ټاکل سوو ځایونو ته انتقال سول ترڅو چاپیریال پاک وساتل سي، د ښار ښکلا ته پاملرنه وسي او خلکو ته یوه سالمه، پاکه او مناسبه فضا برابره سي.
درنو ښاریانو!
ښار پاک ساتل زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی. د ښاري ژوند د ښکلا، پاکوالي او سمسورتیا لپاره له ښاروالۍ سره همکاري وکړئ او د خپلو کورونو، دوکانونو او شاوخوا سیمو کثافات تل په ټاکل سوو ځایونو کي واچوئ.