د ښار په بیلابیلو ناحیو کي د زرغون چاپيريال رامنځ ته کولو هڅي رواني دي!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۱۴
بیا رغونه

کندهار ښاروالي د ښاري ښکلا او زرغونو سیمو د پراختیا په موخه په ښار کي د هوا ککړتیا او د مختلفو ساري ناروغیو د مخنیوي په خاطر د زرغون چاپیریال ساتني او پالني چاري په معیاري توګه جریان لري.

د کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ امريت تل هڅه کوي، چي په ښار کي ښاري ښکلا او سمسورتیا ته وده ورکړي، چي اوس مهال د یاد امريت لخوا د سرسبزۍ د ساتني او روزلو په موخه د مختلفو نهالانو، ګلدانونو او زینتي ګلانو د کرلو، اوبولو او روزلو چاري په دوامداره توګه د یو منظم پلان له مخي جریان لري.

ددې ترڅنګ هغه ساحې چي ښکلا او سمسورتیا ته اړتیا لري؛ د ښاریانو په مرسته به یو په بل پسي په معیاري او اساسي توګه ښکلي او زرغونې سي.

درنو هیوادوالو!

کندهار ښاروالي د ښاري نظم د ټینګښت او د زرغونو ساحو د پراختیا په موخه خپلي هڅي رواني ساتي، ترڅو ښاري ښکلا رامنځته او د ټولو ښاریانو لپاره د هوساینې زمینه برابره سي؛ نو هیله ده، چي د ښار ښکلا او سمسورتیا په برخه کي له کندهارښاروالۍ سره همکاري وکړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د ښار په بیلابیلو ناحیو کي د زرغون چاپيريال رامنځ ته کولو هڅي رواني دي!