د ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک د پاته برخي د فرايم کوټ طبقې چاري راپيل سوې!
کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي دا ځل د ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک د فرايم کوټ طبقې چاري راپيل کړې.
دغه سړک چي تقريباً دوه کيلومتره اوږدوالۍ لري لومړۍ برخه يې څه موده مخکي ورغول سوه او فعلاً يې د پاته برخي د فرايم کوټ طبقې چاري راپيل سوې.
