د کندهار ښاروالۍ دښاري انضباطانو عمومي مدیریت په لومړۍ دوهمه او څلورمه ناحیه کښي د ښاري نظم په موخه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ!

نن یکشنبه د کندهار ښاروالۍد ښاري انضباطانو عمومي مدیریت په څو ناحیو کښي دپیاده رونو ایله کولو په موخه د عامه پوهاوي کمپاین تر سره کړ او دکاندارانو ته یې لازمي سپارښتني وکړې .
د ښاري انضباطانو مدیر شراف الدین (شرف) وایي : چي د دوئ کمپاینونه د ښاري نظم په برخه د ښاري نظم کمیسیون ترافیکو عمومي مدیریت او امنیه قومندانۍ په همکاري مخته وړي ترڅو عامه لاري دعامو خلګو پر مخ خلاصي کړي.
ښاغلي شرف وویل: لومړی خلګو ته عامه پوهاوئ ورکوي وروسته کمپاین کوي.