د کندهار ښاروالۍ د مرستیال مفتي قدرت الله ”الوصال“ په مشرۍ د ښاروالۍ د اداري مجلس غونډه جوړه سوه.

په اداري مجلس کښي پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وسوې. یاد مجلس کي د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویدارصاحب ، د عوایدو ،محاسیبې،مالي او اداري چارو رئیس عزیزاحمدخالد ،سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند، دښاروالۍ اړوندو د امریتونو اومدیریتونو مسؤلینو او د ١٥ ناحیو امرینو ګډون کړی وو
په اداري مجلس کښي پر تدارکاتي موضوعاتو،قراردادونو او تهجایي محصولاتو باندي مفصلي خبري او فیصلې وسوې. د ښار د ښاري نظم او کنترول په اړوند بحثونه وسوه او د موجوده ستونزو دحل په مورد لازم هدایتونه وسپارل سول د ښار دانګشافي پلانونو،پرمختیایي چارو،او تفصیلي پلانونو په مورد بحث وسو او تصامیم ونیول سول. د ښاروالۍ روان انکشافي پلان باندي بحث وسو.
د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله ”الوصال“: کندهار زموږ ګډ کور دﺉ او رغونه یې باید په ټولو سره وکړو
د کندهار ښاروالۍ مرستیال له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چي مالیه باید پر وخت ښاروالۍ ته ورکړي او ښاروالۍ به تاسي ته پوره خدمات وړاندي کوي
د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله ”الوصال“ له رئیسانو او ناحیې د امرینو څخه غوښتنه وکړه چي باید ولسي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړئ او ورته پر وخت رسېدنه وکړي او هر مشکل یې د اصولو په چوکاټ کښي ورته حل کړي.
همدارنګه د چارو او کارونو د ښه پرمخ بېولو په برخه کښي مرستیال ښاروال اړوندو مسؤلینوته لازمي سپارښتني او مهم هدایتونه وسپارل.
د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار اکا: ولس زموږ څخه خدمت غواړي باید په زړه پوري یې ونیسو، داچي موږ دخلګو خادمان یو او دا.ا.ا هم موږ دخدمت لپاره ټاکلي یوو نو د اولس ستونزي ته پروخت رسېدنه به موږ تل بریالي کړي.
همداراز دناحیو امرینواواداري مجلس ګډونوالو چي کم مهم موضوعات درلودل او د اداري مجلس اجنډا ته راوړل سوي وه اداري مجلس کښي ورباندي بحث وسو.
یاد مجلس په اخیرنۍ دوعا سره غرمه مهال پاي ته ورسېدﺉ.
سې شنبه: ١٤٤٤.٦.١٨
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مدیریت