د کندهار ښاروالۍ د ښاري انضباطانو عمومي مدیریت پرسونل د ښار په بیلابیلو ناحیو کښي د ښاري نظم تر عنوان لاندي د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ!

نن شنبه د کندهار ښاروالۍد ښاري انضباطانو مدیر شراف الدین شرف او پرسونل په څو ناحیو کښي ښاري نظم راوستلو او سړکونو ایله کولو اړوند د عامه پوهاوي کمپاین وکړ او پر مهال يې دکاندارانو او ریړیوالا ته د ښه نظم راوستلو په برخه کښي ښاري سپارښتني وکړې، چي عامه لاره، پیاده رو د خلګو د تګ راتګ لپاره ده نو لازمه ده چي دخپلو کاري اجناسو د خرید او فروش په موخه یې غصب نکړي.
دښاري انضباطانو مدیر شراف الدین شرف وایي: چي د عامه پوهاوي یاد کمپاینونه هره ورځ ادامه لري،ترڅو خلګ له ښاري اصولو سره بلد سي.