د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهالانو د ايښودلو خبرتیا!
دا چي ښار د ټولو ګډ کور دی، نو د ښار په ښکلا او سرسبزۍ کي برخه اخیستل د هر فرد، ټولني او ادارې مسؤلیت دی. په همدې اساس کندهار ښاروالي غواړي چي د ښار د سرسبزه کولو او زرغون چاپیریال د پراخولو په موخه، د نهالانو دکښېنولو یو عمومي کمپاين د پنج شنبې په ورځ، د حوت میاشتي پر ۹ نېټه د سهار پر ۱۰ بجې ترسره کړي.
درنو ښاریانو!
له تاسو څخه په ډیر درنښت غوښتنه کیږي، چي د نهالانو د کښېنولو په دې اشر کي فعاله ونډه واخلئ او د ښار د زرغونتیا او ښکلا په رامنځ ته کولو کي همکاري وکړئ.
