د کندهار ښاروالۍ مامورینو ته عامه پوهاوي غونډه جوړه سوه.

د کندهارښاروالۍ مامورینو ته د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري د عامه پوهاوي غونډه جوړه سوه په نننۍ غونډه کښي دښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه هاشمي وویل ددې غونډي څخه یې هدف دادی چي د ښاروالۍ په قانون،چارو ،اړوندو شعباتو،اداري چلند او نورو مهمو برخوکي د ښاروالۍ مامورین معلومات تر لاسه کړئ.
د مامورینو ترمنځ ښه همږغي دښاریانو ژوند ته سهولت د خلګو سره ښه چلند کول ،د خلګو عرایض پروخت خلاصول ا ونور څه هغه موضوعات وه چي دښاري حکومتولۍ رئیس له مامورینو سره شریک کړه وروسته مامورینو چي په دې برخه کښي کومي پوښتني درلودلې هم د مربوطه استازو او مسؤلینو لخوا ورته جوابونه وویل سول.
