د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال: په قانوني توګه سره هر چاته د اصولو په چوکاټ کښي د اعمار اجازه ورکوو!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۴۵
د خټږ د اعمار کميټه

د کندهار ښاروالۍ د مرستیال مفتي قدرت الوصال تر مشرۍ لاندي د ملکیتونو لپاره د اعمار د کميټې غړو ناسته وکړه او د ګرانو ښاریانو هغه عرایض یي برسي کړه کوم چي د قانوني او اصولي طریقه کندهار ښاروالۍ ته راغلي وه او داعمار کمیټې ته راجع سوي وه.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال: کندهار ښاروالۍ د ښاریانو دوهم کور دئ ددوی ستونزو، وړاندیزونو او پیشنهاداتو ته هر وخت رسېدګي کوي چي په همدې اساس یي نن داعمار په کميټه کښي پر هغه عرایضو مفصل بحث وکړ او په ښه توګه سره یې برسي کړه او اړوندو مسؤلینو ته یې عرایض راجع کړه تر څو د ښار په بیلابیلو برخو کښي په اصولي او قانوني توګه سره د ښاروالۍ د اومراتو سره سم د اعمار اجازه ورکول سوې وي.

یاده دي وي چي د کندهار ښاروالۍ مقام د خپلو معززو ښاریانو سره د عرایضو، پیشنهاداتو او وړاندیزونو د اورېدولو په منظور او دښاریانو د رضایت لپاره دمخامخ لیدونو کتنو زمینه سازي په ښه توګه سره کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال: په قانوني توګه سره هر چاته د اصولو په چوکاټ کښي د اعمار اجازه ورکوو!