د کندهار ښار په دوهمه ناحيه، دریم ګذر کي د ۳ کوڅو د اساسي رغوني چاري پیل سوي دي

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، داځل د ښار په دوهمه ناحيه، دریم ګذر کي د ۳ کوڅو د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.
اوس مهال، له یادو کوڅو څخه د یوې کوڅې د کانګریټ اچولو چاري رواني دي او په دوو نورو کوڅو کي د لیول کولو کار جریان لري، چي ډیر ژر به بشپړ سي.
دا کوڅې شاوخوا ۳۲۸ متره اوږدوالی لري او ساحې ته په کتو سره مختلف عرضونه لري. رغنیزي چاري ئې یوه نیمه میاشت مخکي شروع سوي دي او پاته کارونه به يې د یوې میاشتي په موده کي پای ته ورسیږي.
ددې کوڅو د جوړولو ترڅنګ د ۱۰۴ متره په اوږدوالي سره دچرۍ جوړول هم شامل دي.
په دې انکشافي پروژه کي دا مهال ۴۷ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده.
د همدې کوڅو په جوړولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍڅخه ئې ځانګړې مننه وکړه.