د کندهار ښار په لسمه ناحيه، دريم ګذر کي د زړو ګچ خانو سره د مانده د سنګ کارۍکولو چاري بشپړي سوې

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي فعاليتونو په لړ کي د ښار د لسمي ناحیې اړوند په دریم ګذر کي د زړو ګچ خانو سره د مانده سنګ کاري کولو چاري پیل کړي وې، چي یادي چاري د ۳ میاشتو په موده کي په اساسي او معیاري ډول بشپړي سوې.
یاد مانده چي د اضافي اوبو د تېریدو لپاره جوړ سو، شاوخوا ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۴،۵ متره پلنوالی او ۲،۵ متره جګوالی لري.
ددې مانده په جوړيدو سره د سيلابونو خطر، بدبويي او نورو احتمالي پيښو خطرونه راکم سوي او د سيمي خلګ يې له ګڼو ستونزو څخه ژغورلي دي.
په دې پروژه کي هره ورځ ۸۰ کسانوته په فني او غيري فني ډول د کارکولو زمينه برابره سوې وه .
د سيمي اوسېدونکو دياد مانده په اساسي رغولو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.