د کندهار ښار په پنځمه ناحيه، احمد شاهي مېنه کښي د سړک د رغولو چاري ۹۰ سلنه بشپړي سوي دي!

دوشنبه ۲۵ / ۱ / ۱۴۰۴ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام د پنځمي ناحیې اړوند په احمدشاهي مېنه کښي د یو کیلو متر سړک د رغولو چاري په اساسي او معیاري ډول راپیل کړي دي.
ياد جوړېدونکئ سړک د يو کيلو متر په اوږدوالي، د چريو په شمول د لس متره په بردوالي سره په اساسي ډول رغول کيږي.
په دې پروژه کښي اوس مهال (۴۰) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده چي (۱۰) کسان په مسلکي او ۳۰ کسان په غیري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.
ددې پروژې ټولي رغنیزي چاري تر دې دمه ۹۰ سلنه پای ته رسېدلي دي او پاته کارونه به يې هم ډېر ژر بشپړ سي او ګټي اخيستني ته به وسپارل سي.
د دغه سړک په جوړولو سره د سیمي خلګو زیاته خوښي و ښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.