د کندهار ښار په ۱۲ ناحیه، ۸ ګذر کي د ۴ کوڅو رغنيزي چاري جريان لري!

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي فعالېتونو په دوام داځل د ۱۲ ناحیې په ۸ ګذر کي د اولیاء اکا له مسجد سره د ۴ کوڅو د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.
دا کوڅې چي تقريباً ۵۴۷ متره اوږدوالئ او ۵ متره پلنوالئ لري يوه نيمه مياشت مخکي يې رغنيزي چاري پيل سوې تر دې مهاله يې ۵۰ سلنه کارونه مخته تللي او پاته کارونه به يې هم د يوه نيمي مياشتي په موده کي بشپړ سي.
د دې پروژې له لاري هره ورځ ۶۰ کسانو ته په فني او غیري فني ډول د کار کولو زمینه برابره سوې ده.
د يادو پروژو په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.