د کندهار ښار په ۱۵ ناحيه کي د حاجي عرب عمومي کوڅې رغنيزي چاري په دوه فازه کي جريان لري!
کندهار ښاروالۍ دخپلو پراخو انکشافي فعالیتونو په دوام، د پنځلسمي ناحیې د پنځم ګذر اړوند د حاجي عرب په سیمه کي د عمومي کوڅې ترڅنګ د یوې فرعي کوڅې کي د اساسي رغولو چاري پیل کړي دي.
د يادي کوڅې لومړی فاز ۶۳۸ متره اوږدوالی لري او ساحو ته په کتو سره مختلف عرضونه لري. ددغو کوڅو رغنیزي چاري شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکي پیل سوي دي او پاته کارونه به ئې د دروو میاشتو په موده کي بشپړ سي.
په دې انکشافي پروژه کي هره ورځ ۶۶ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې ده.
د یادو کوڅو په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
