د کندهار ښار په ۷ ناحيه، ۱۰ ګذر کښي د کانال جوړولو کار جريان لري!
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي فعالېتونو په لړ کښي دا ځل د ښار په اوومه (۷) ناحیه، لسم (۱۰) ګذر کښي د اضافه اوبو ايستلو لپاره د یو کانال جوړولو چاري راپیل کړی دي.
یاد کانال تقریباً (۷۴۵) متره اوږدوالۍ لري په اساسي ډول جوړیږي.
د دغه کانال ټول انکشافي کارونه (۲۵) ورځي وړاندي راشروع سوې او پاته کارونه به ئې د ۳ میاشتو په موده کښي پای ته ورسیږي.
په دې بنسټیزه پروژه کښي اوس مهال (۱۵۷) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده، چي (۲۹) کسان په مسلکي توګه او (۱۲۸) کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
همدرانګه ددې کانال د جوړولو له چارو څخه د سیمو خلګو زیاته خوښي وښودل او له کندهار ښاروالۍ څخه ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت
