شهيدانو څلور لاري ته څيرمه د استملاک سوي مارکيټ تخريب سوې حصه ورغول سوه!

کندهار ښاروالي د ښاري پراختيا په موخه د ښار په مرکزي نقطه کي شهيدانو څلور لاري ته څيرمه د حبيبي واټ وروستۍ نقطه چي د مختلفو عواملو لکبله همداسي پاته وه او مارکيټونه پر جوړ سوي وه، ياده ساحه يې ډېره کم عرضه کړې او د زيات رش او بې نظمۍ لامل سوې وه، څه موده مخکي کندهار ښاروالۍ ياد مارکيټ استملاک او تخريب کړئ او نوموړې نقطه يې پراخه کړل او اوس تازه ياده ساحه هم قيريزي سول او د ترافيکو پرمخ ګټي اخيستني ته وسپارل سوه.
د يادوني وړده چي په دې ساحه کي کوم پلچک دي د ياد پلچک د پاته برخي د رغولو کار په چټکۍ سره جريان لري چي ډېر ژر به بشپړسي او ګټي اخيستني ته به وسپارل سي.
ددې مارکيټ په له منځه وړلو او رغولو سره نوموړې ساحه د بېنظمۍ او رش څخه خلاصه او شهيدانو څلور لاري ځانګړې ښکلا پيداکړل.
ديادي ساحې پر استملاک او رغيدلو باندي شل ( ۲۰ ) ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چي د کندهار ښاروالۍ د انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د کندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه عامو ښاريانو زياته خوښي وښودل او د ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.