په کندهار ښاروالۍ کي د مکاتبو او مدارسو تمثیلي کمېټو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره سوه!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۱۴
تمثيلي ښاروالۍ کمېټې

پنج شنبه ۲۸ / ۱ / ۱۴۰۴ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ دغونډو په تالار کي د ټولنیزو او کلتوري چارو آمریت له لوري د ښار د لویو مکاتبو او مدارسو تمثیلي کمېټو ته دعامه پوهاوي غونډه ترسره سوه.

یاده غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه. وروسته د کندهار ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو آمر ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډي د موخي او اجنډا په اړه ئې مفصل معلومات وړاندي کړل.

د غونډي په جریان کي ګډونوالو ته د ښاري اوسېدني کلتور د پیاوړتیا او دودولو په موخه یو معلوماتي سمینار وړاندي سو. په دې سمینار کي د عامه پوهاوي په هدف د ښاري فرهنګ اصول، د ښاري ژوند اسانتیاوي او اړوندي مهمي موضوعګاني تشریح سوې.

د سمینار له وړاندي کولو وروسته د تمثیلي کمېټو غړو د موضوعاتو په تړاو آزاد بحث وکړ او همدارنګه خپلو ترتیب سوو پوښتنو ته د مسؤلینو له لوري جوابونه ورکړل سول.

د غونډي په پای کي د ټولنیزو او کلتوري چارو آمر د غونډي وروستۍ ارزونه او پایله وړاندي کړه او ترڅنګ ئې د مکاتبو او مدارسو د تمثیلي کمېټو له غړو وغوښتل چي د خپلو ښوونیزو ادارو له لاري د فرهنګي او ټولنیز پوهاوي د پراخولو لپاره لا ډېري هڅي وکړي.

یاده غونډه د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښاروالۍ کي د مکاتبو او مدارسو تمثیلي کمېټو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره سوه!