کندهارښاروالي دګران هیواد دخپلواکۍ ۱۰۱کلیزي ته پراخه اماده ګي لري .

کندهارښاروالي دکندهارښار په ۱۵ناحیوکي دهیواد دخپلواکي ۱۰۱کلیزي ته چي داسد دمیاشتي ۲۸نېټه ده پراخه اماده ګي لري ،دښار مهمي برخي او واټونوباندي ملي بیرغونه ځوړند سوي ،د ښار دټولو اقشارو سره مجلسونه سوي ترڅو ښاریان دښاروالي سره په ګډه همږغۍ دخپلو کورونو،لوړمنزله مارکېټونو ،عمومي واټونو اونورو مهمو برخوکي ملي بیرغونه ځوړند کړي او هم د هیواد دخپلواکۍ دبنسټګر الحضرت شاه غازي امان الله خان تصویرونه دښار په مهمو برخو کي ځوړند کړي ترڅو په کندهار ښارکي هم د اسد د ۲۸نېټې چي زموږ ۱۰۱کلیزه ده ملي مراسم په ښه توګه سره تجلیل سوي وي .
ددې ترڅنګ کندهارښاروالي پر عمومي بیل بورډونو باندي دښار په بیلابیلو برخوکي دالحضرت شاه غازي امان الله خان او دګران هیواد ملي بیرغ نښلولي ترڅو داملي ورځ دټولو ولسونولپاره دخپلو هغه بااوقاره او باتدبیره مشرانو د یاد دتازه کېدلو اوهم ددوی له ملي کارنامو څخه دخبراوي په منظور مثبت الهام واخلي .