کندهار ښاروالي د ښار دصالونونو، هوټلونو او د هوټلونو او صالونونو له پارکینګونو څخه نظارت ترسره کړئ!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۸:۵۵
بیارغونه

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت، د امنیه قومندانۍ په ګډه همکاري دا ځل د ښار صالونونو، هوټلونو او د هوټلونو او صالونونو له پارکېنګونو( تم ځایونو) څخه د نظارت چاري ترسره کړې.

په ياد نظارت کي د مسؤلینو له خوا د صالونونو او هوټلونو دکارکوونکو مشخص لباس او صحت کارډنه وکتل او ترڅنګ ئې د حفظ الصحې مراعتولو په اړه جدي لارښووني او سپارښتني هم وکړې.

په ورته مهال کي د ښاروالۍ له خوا د پارکينګونو لپاره د ښاروالۍ د نرخنامې او لایحې د عملي کولو په موخه دښار هوټلونو له پارکېنګونو څخه هم نظارت ترسره سو او مسؤلینو ته ئې د ټاکل سوي نرخنامې او لایحې په عملي کولو ټینګار وسو او جدي خبر ورکړل سو، چي تعین سوې نرخنامه عملي کړئ او که څوک له عملي کولو څخه سرغړونه وکړي له قانوني چلند سره به مخ سي، بیا حق د شکایت نه لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ښار دصالونونو، هوټلونو او د هوټلونو او صالونونو له پارکینګونو څخه نظارت ترسره کړئ!