کندهار ښاروالي په دوهمه ناحيه کي د نورزو شابرج او يخ کارېز وصلېدونکي سړک باندي د خرما او نور زينتي بوټو د کرلو ترڅنګ کثافت دانۍ هم نصب کړې!

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۱۸
سرسبزي او بيارغونه

کندهار ښاروالۍ په دوهمه ناحيه کښي د نورزو شابرج او يخ کارېز وصلېدونکي سړک څو ورځي مخکي په اساسي ډول ورغوی او نن پنج شنبه يې د ياد سړک د ښايست په موخه په جوړ سوي ګلدان کښي د خرما او نورو زينتي بوټو نهالان کښېښودل.

او ددې ترڅنګ يې د نوموړي سړک پر پياده رو باندي کوچنۍ کثافت دانۍ هم نصب کړې تر څو پر ياد پياده رو باندي تلونکي کسان کثافات او نور پلاستيکونه په ياده کثافت دانۍ کي واچوي.

د يادوني وړده چي کندهار ښاروالۍ د ښار هغه سړکونه چي سږ کال جوړ سوي د هغو پر ټولو پياده روونو باندي کوچنۍ کثافت دانۍ هم کښېښودلې تر څو پياده تلوونکي کسان پکښي کثافات او پلاستيکونه واچوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي په دوهمه ناحيه کي د نورزو شابرج او يخ کارېز وصلېدونکي سړک باندي د خرما او نور زينتي بوټو د کرلو ترڅنګ کثافت دانۍ هم نصب کړې!